د ازادۍ جبهې سرچینو د یکشنبې په ماښام، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغه جبهې ځواکونو د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د طالبانو لږ تر لږه دوه نورو پوستو په نیولو سره پرمختګ کړی دی. د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت ویلي، یادې پېښې په کابل، پکتیا، پکتیکا، کاپیسا، پروان، پنجشېر، خوست، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، بدخشان، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونو کې رامنځته شوې دي چې له امله یې ۲۶۶ کورونه په بشپړ ډول او ۸۱۷ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي. همت زیاته کړې چې ۲۸ کیلومتره سړکونه، یو شمېر هټۍ او نورې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي. د همت په خبره، ۲۶۶ څاروي له منځه تللي، ۷۲۳۳ جریبه کرنیزه ځمکه او حاصلات زیانمن شوي، ۲۳۲ کورنۍ بېځایه شوې او په ټولیز ډول ۴۴۶۲ کورنۍ د دغو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي. د طالبانو د ریاست الوزرا ادارې مرستیال عبدالسلام حنفي د یکشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتون په پرانېست غونډه کې د وینا پرمهال په دولتي ادارو کې د بروکراسی پر له منځه وړلو ټینګار کړی دی. همدارنګه نوموړي زیاته کړې، چې د یادې ډلې د مخابراتو وزات د برېښنايي حکومتولی په برخه کې لاسته راوړني لري دي. نوموړي له یاد وزارت څخه غوښتنه کړې، څو د ټولو ادارو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ازادۍ جبهه وايي په زیباک کې یې د طالبانو دوه نورې پوستې نیولې او پرمختګ یې کړی
سرچینې
Afghan sources
ازادۍ جبهه وايي په زیباک کې یې د طالبانو دوه نورې پوستې نیولې او پرمختګ یې کړی