د ازبکستان د روغتیا وزارت چارواکو افغانستان کې د یونیسف له استازي سره په یوې ګډې غونډه کې افغانستان ته د درملو د رسولو پر اسانتیا ټینګار وکړ. هممهاله په افغانستان کې د درملو د بیو بېسارې لوړېدو او په بازارونو کې د درملو کمښت روغتیايي خدمتونو ته د ناروغانو لاسرسی ستونزمن کړی دی. د ملګرو ملتونو یوه چارواکي دې مجلې ته ویلي، طالبان په بنسټیزه توګه هماغه پخواني کسان دي، خو اوس مهال د واک ساتلو او پیغام رسولو په برخو کې هوښیار شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، له دې هېواد څخه د ناټو او امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، که څه هم د طالبانو حکومت امنیت تامین کړی، خو دغه وضعیت د خلکو پر فردي ازادیو د سختو بندیزونو او پراخې څارنې په بیه تمام شوی دی. په دغه راپور کې راغلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هوټلونو او عامه ځایونو کې د مېلمنو د هویت او تګراتګ ثبتول جبري کړي او د هېواد په کچه د پلټنې بېشمېره پوستې یې جوړې کړې دي. هممهاله د بشري حقونو د څار سازمان په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې، چې پر رسنیو سانسور او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه سخت شوي او خبریالان، پوهنتونوال او مدني فعالان له نیونو، شکنجو او ګواښونو سره مخ دي. له دې سربېره، د کوکنارو کښت ۹۶ سلنه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ازبکستان او یونیسف افغانستان ته د درملو د رسولو پر اسانتیا ټینګار وکړ
منابع
Afghan sources
ازبکستان او یونیسف افغانستان ته د درملو د رسولو پر اسانتیا ټینګار وکړ