د طالبانو د مالیې وزیر او د ازبکستان د معیار ادارې ریس د لیدني پرمهال د اقتصادي او ګمرکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. ازبکستاني چارواکو ویلي، په حیرتان بندر کې به د نفتي توکو د ګمرکي ارزونې لپاره مجهز لابراتوار جوړ کړي. د ایران د کلتوري میراث، ګرځندوی او لاسي صنایعو وزارت ویلي، چې د دې طرحې د عملي کېدو په اړه د دغه هیواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو او نورو اړوندو امنیتي ادارو استازو ګډه تخصصي غونډه کړې او د ازمایښتي پړاو د پلي کېدو کړنلارې او څارنیز شرایط یې تصویب کړي دي. د ایران د یاد وزارت په وینا، د افغانستان لپاره ۳۰ د ګرځندوی خدماتو دفترونه او د پاکستان لپاره ۴۰ د سفرونو تنظیموونکي دفترونه د شپږو میاشتو لپاره د ازمایښتي پروګرام په توګه ټاکل شوي دي. دغه دفترونه به د قانوني او مالي پړاوونو له بشپړېدو وروسته د برېښنايي ویزې (E-Visa) سیسټم ته لاسرسی ترلاسه کړي. په دې طرحه کې به د «پژواک»، «سیام»، «سنا»، «E-Visa» او «سادرا» معلوماتي سیسټمونه سره ونښلول شي، څو د افغانستان او پاکستان د راتلونکو ګرځندویانو د ننوتلو، استوګنې او وتلو وضعیت په برېښنايي او دوامدار ډول وڅارل شي. د ایران د کلتوري میراث، ګرځندوی او لاسي صنایعو وزارت وایي، دا طرحه د راتلونکې ګرځندویانو د مدیریت، د سفر د امنیت د لوړولو، د څارنیزو بهیرونو د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ازبکستان په حیرتان بندر کې د نفتي توکو د ګمرکي ارزونې لپاره لابراتوار جوړوي
منابع
Afghan sources
ازبکستان په حیرتان بندر کې د نفتي توکو د ګمرکي ارزونې لپاره لابراتوار جوړوي