EnglishHealthافغانستانخوست

خوست کې د ولایتي لابراتوار د کلچر څانګه فعاله شوه — Bakhtar

DevelopingHealthخوست1 SourcesUpdated: 2026-09-16 15:42:31🎙 Listen to radio

Summary: د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند په ولایتي لابراتوار کې د کلچر څانګه د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او فعاله شوه. د خوست د عامې روغتیا رئیس مولوي اخترمحمد عکرمه باختر اژانس ته ویلي، چې په دغه څانګه کې د پرمختللو طبي وسایلو په وسیله د وینې، ادرارو، غایطه موادو، زخمونو، د نري رنځ بلغم، د بدن مایعاتو، ویجینل سواب، فنګسونو او نورو اړوندو نمونو کلچر معاینات ترسره کېږي.د نوموړي په وینا، د دغو معایناتو له لارې د ناروغۍ عامل باکتریا په دقیقه توګه تشخیص او د هغې پر وړاندې اغېزمن انټي‌بیوټیک معلومېږي، چې ورسره د غیرضروري انټي‌بیوټیکونو د استعمال مخنیوی او د ناروغۍ د اصلي عامل پر بنسټ د درملنې زمینه برابرېږي.نوموړي زیاته کړې، چې د هر ټېسټ لګښت له ۲۵۰۰ افغانیو څخه زیات دی؛ خو دغه خدمات به د خوست د عامې روغتیا ریاست له لوري ناروغانو ته په وړیا ډول وړاندې کېږي.ورته مهال، د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت د کلچر څانګې فعالېدل د ناروغیو د دقیق تشخیص او د مناسبو درملیزو لارو د ټاکلو په برخه کې مهم پرمختګ بللی دی.

Quick facts

Locationخوست
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-16 15:42:31

Timeline

  1. Bakhtar

    خوست کې د ولایتي لابراتوار د کلچر څانګه فعاله شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-16 10:58:55

خوست کې د ولایتي لابراتوار د کلچر څانګه فعاله شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button