د ملګرو ملتونو د کارپوهانو او ځانګړو راپور ورکوونکو یوې ډلي د جرمونو نړیوالي محکمې د دوهمې مقدماتي څانګي د هغې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده چي د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتي مخکې د افغانستان د وضعیت په اړه څېړنې پای ته رسوي، او د دې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده. دوی د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کي خبرداری ورکړ چي د دغو څېړنو درول د «له مجازاتو معافیت سره مبارزې ته لوی ګوزار» دی او ښايي په افغانستان کي د ترسره شویو جرمونو په سونو زره قربانیان او ژوندي پاته سوي کسان له عدالت ترلاسه کولو بې برخې کړي. د بشري حقونو فعالانو تر دې مخکي هم د جرمونو نړيوالي محکمې پر دې پرېکړې نیوکه کړې وه. په اعلامیه کي چې د افغانستان د بشري حقونو له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، د ښځو او نجونو پر ضد د تاوتریخوالي ځانګړې راپور ورکوونکې ریم السالم، او د قاضیانو او وکیلانو د خپلواکۍ ځانګړې راپور ورکوونکې مارګارېټ سېټرټوېټ له خوا خپره سوې، راغلي: «دا پرېکړه ناسمه ده، جدي حقوقي پوښتني راپورته کوي او باید لغوه سي.» د جرمونو نړیوالي محکمې دا پرېکړه په دې معنی ده چي یوازي هغه څېړنې به دوام ومومي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو وروسته…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Dw
د افغانستان په اړه د جرمونو نړیوالي محکمې پر پرېکړي نيوکه