د بي بي سي پښتو په دې پاڼه کې د پاکستان د فدرالي حکومت لخوا په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت په اړه بېلابېل غبرګونونه او نور تازه جزییات لوستلی شئ. د بخښنې نړیوال سازمان په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت نافذېدو ته غبرګون ښودلی دی او ویلي، بېړنی حالت باید د بشري حقونو د ځپلو لپاره یوه پلمه نه وي. د بخښنې نړیوال سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د خلکو نیول کېدل، د انټرنټ د خدمتونو ګډوډي او په ټوله کې روان وضعیت اندېښنې راپورته کړې دي. دغه سازمان وایي، په داسې وضعیت کې باید بشري حقونو ته پام وشي، د واک د انحصارولو او د مخالف لوري د غږ ډپولو هڅه دې و نه شي. هغه د ستراتېژیکو مطالعاتو په انسټېټیوټ کې یوې غونډې ته په خبرو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا پیل شویو احتجاجونو ته په اشارې وویل: "پرلتونه او احتجاجونه اقتصاد ته سخت زیان رسوي." اسحاق ډار همدا راز په خپله وینا کې یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل: "د پاکستان له افغانستانه یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا چې خپله خاوره دې د پاکستان پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي." هغه وویل چې د طالبانو حکومت باید "ترهګرو ته د وسلو او هر ډول نورو مرستو برابرول" بند کړي….
Quick facts
Timeline
-
Bbc
اسحاق ډار: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان پرته بل غوراوی نه و – BBC News پښتو
Sources
External sources
اسحاق ډار: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان پرته بل غوراوی نه و – BBC News پښتو