Kabulافغانستانامنیتپښتو

اسرائیلو په لوېدیځه غاړه کې پر تګ‌راتګ پراخ محدودیتونه لګولي — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-24 06:02:31🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د الخلیل ښار ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې د دوو اسرائیلي سرتېرو له وژل کېدو وروسته، اسرائیلي ځواکونو په ټوله اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې پر تګ‌راتګ سخت محدودیتونه لګولي دي. د الجزیرې د راپور له مخې، دغه اقدام د جمعې په ورځ (د اکټوبر ۲۳مه) وروسته له هغه شوی چې الخلیل ښار ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې دوه اسرائیلي سرتېري ووژل شول. د راپور له مخې، اسرائیلي ځواکونو له یادې پېښې وروسته د فلسطینیانو پر کورونو چاپې وهلې او یو شمېر اوسېدونکي یې نیولي دي. په همدې حال کې، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ګواښ کړی چې په لوېدیځه غاړه کې به پراخ پوځي عملیات پیل کړي؛ داسې عملیات چې د نوموړي په وینا، له ۱۹۶۷ زېږدیز کال راهیسې به یې ساری نه وي. دا په داسې حال کې ده چې لوېدیځه غاړه له ۱۹۶۷ زېږدیز کال راهیسې د اسرائیلو تر اشغال لاندې ده او په دې سیمه کې د اسرائیلي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچونه لا هم دوام لري.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-24 06:02:31

مهالوېش

  1. Pajhwok

    اسرائیلو په لوېدیځه غاړه کې پر تګ‌راتګ پراخ محدودیتونه لګولي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-24 10:32:26

اسرائیلو په لوېدیځه غاړه کې پر تګ‌راتګ پراخ محدودیتونه لګولي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button