د اسرائیلو پوځ لومړی ځل تائید کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې یې پر هغه موټر ډزې کړې وې چې پنځه کلنه فلسطینۍ نجلۍ هند رجب پکې ناسته وه. په هغه پېښه کې هند رجب او د هغې شپږ خپلوان ووژل شول. هند رجب په لومړي برید کې ژوندۍ پاتې شوې وه او د ټیلیفون یو زنګ یې ځواب کړی و، چې پکې یې په ژړا او زاریو د مرستې غوښتنه کوله. دغه ټیلیفوني اړیکه څو ساعته روانه وه. د هغې د ژغورلو لپاره یو امبولانس ولېږل شو، او دا اقدام له اسرائیلي پوځ سره په همغږۍ ترسره شوی و. خو وروسته پر امبولانس هم مرمۍ وورول شوې، چې له امله یې دوه روغتیاپالان ووژل شول. د هند مړی څو ورځې وروسته وموندل شو، او د هغو نورو کسانو مړي هم ورسره وموندل شول چې په دغه پېښه کې وژل شوي وو. د اسراییلو دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هند رجب، د هغې د کورنۍ او هغو دوو روغتیاپالانو د وژل کېدو په اړه به جنایي پلټنې پیل کړي. دغه راز به د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې د هغې پېښې هم څېړنه وکړي چې پکې د طبي کارکوونکو او د ملګرو ملتونو د یوه کارکوونکي په ګډون ۱۵ فلسطینیان وژل شوي وو. دواړو پېښو په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه او غندنې راوپارولې….
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
اسرائیل تائید کړه چې پوځیانو یې پر هغه موټر ډزې کړې وې چې هند رجب پکې وژل شوې وه، او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
اسرائیل تائید کړه چې پوځیانو یې پر هغه موټر ډزې کړې وې چې هند رجب پکې وژل شوې وه، او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې – BBC News پښتو