کابل (پژواک): د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د ورځپاڼو د وېش بازار تړل کېدو د ورځپاڼو رسونه درولې ده؛ چارواکي د شاوخوا ۱۰ میلیونه کلدارو د پاتې پیسو خبره کوي، خو د ورځپاڼو پلورونکي دا ادعا ردوي او مشهور خبریال حامد میر وايي چې د پاکستان رسنۍ د سانسور له امله له کمزوري کېدو سره مخ دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د اسلاماباد ښاروالۍ د اکتوبر په ۱۶مه د پلازمېنې په «ابپاره» سیمه کې د ورځپاڼو د وېش بازار وتاړه چې له امله یې په دغه ښار کې د ورځپاڼو وېش ودرېد او دولتي دفترونو او سفارتونو ته هم ورځپاڼې ونه رسېدې. د راپور له مخې، ښاروالۍ د ورځپاڼو د بازار د تړلو دلیل د شاوخوا ۱۰ میلیونه پاکستانۍ کلدارو د پاتې پیسو موضوع بللې ده؛ خو د ورځپاڼو پلورونکو استازو ویلي چې د بازار د کرایې له اړخه پور نه لري او یادې پیسې د بازار ترڅنګ له یوې تشې ځمکې سره تړاو لري چې د دوی په وینا، هېڅکله دوی ته په اجاره نه ده ورکړل شوې. د ورځپاڼو پلورونکو ټولنې عمومي منشي ټیکا خان ویلي چې د بازار تړل کېدل د ورځپاڼو د وېش بهیر ګډوډ کړی او د رسنیو د صنعت کارکوونکي یې له ستونزو سره مخ کړي دي. بلخوا، د پاکستان مشهور خبریال حامد میر پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
اسلاماباد کې د ورځپاڼو وېش درېدلی؛ رسنيز فعالان: د پاکستان رسنۍ د سقوط له حالت سره مخ دي
منابع
Afghan sources
اسلاماباد کې د ورځپاڼو وېش درېدلی؛ رسنيز فعالان: د پاکستان رسنۍ د سقوط له حالت سره مخ دي