Summary: د هرات سیمه ییز مسوولین وايي چې پرون د اسلام کلا په ګمرک کې د ترسره شویو ارزونو پر مهال ۲۱ ټانکره بې کیفیته تېل او بېلابېل توکي بېرته صادرونکو هېوادونو ته مسترد شوي دي. د هرات د والي ویاند مفتي محمدیوسف سعیدي باختر اژانس ته ویلي، چې په مسترد شویو توکو کې د پټرولو اووه ټانکره، د ډیزلو لس ټانکره، د هایدرولیک تېلو یو ټانکر، د برېښنايي جارو ماشینونو یو موټر، د نایلوني پوښ یو موټر او د توشکونو د پوښ یو موټر شامل دی.د نوموړي په وینا، د وارداتي توکو او وسایلو ارزونه د هغوی د کیفیت او له اړینو معیارونو سره د مطابقت د ډاډ ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي او مسوولین هڅه کوي، چې بازار ته د غیرمعیاري توکو د ننوتلو مخه ونیسي.نوموړي زیاته کړې، چې د وارداتي توکو، په ځانګړې توګه د نفتي موادو د کیفیت څارنه ځانګړی اهمیت لري او د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب او اقتصادي زیانونو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.په همدې حال کې، یو شمېر ښاریان وايي، چې د نفتي موادو او نورو وارداتي توکو د کیفیت ارزونه د بې کیفیته توکو د عرضې په مخنیوي او د وسایطو او مصرفوونکو په خوندیتوب کې مهم رول لري.مسوولین وايي، د وارداتي توکو د کیفیت او معیارونو څارنه په بازارونو کې د معیاري او باکیفیته محصولاتو د عرضې زمینه برابروي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
اسلام کلا ګمرک کې ۲۱ ټانکره بې کیفیته تېل او بېلابېل توکي بېرته مسترد شول
Sources
Afghan sources
اسلام کلا ګمرک کې ۲۱ ټانکره بې کیفیته تېل او بېلابېل توکي بېرته مسترد شول