EconomyEnglishافغانستانهرات

اسلام‌ کلا ګمرک کې ۲۱ ټانکره بې ‌کیفیته تېل بېرته مسترد شول — Bakhtar

DevelopingEconomyهرات1 SourcesUpdated: 2026-11-12 12:17:12🎙 Listen to radio

Summary: د هرات سیمه‌ ییز مسوولین وايي چې پرون د اسلام‌ کلا په ګمرک کې د ترسره شویو ارزونو پر مهال ۲۱ ټانکره بې ‌کیفیته تېل بېرته صادرونکو هېوادونو ته مسترد شوي دي. د هرات د والي ویاند مفتي محمدیوسف سعیدي باختر اژانس ته ویلي، چې په مسترد شویو توکو کې ۵ ټانکره پټرول، ۹ ټانکره ډیزل او یو موټر ټي سي ون توکي او ۶ ټانکره ګاز او یو ټانکرپټرول شامل دي، چې د اسلام کلا ګمرک او تورغنونډۍ ګمرک څخه له ارزونې او تثبیت وروسته بېرته صادرونکو هېوادونو ته ولېږدول شول.د نوموړي په وینا، د وارداتي توکو او وسایلو ارزونه د هغوی د کیفیت او له اړینو معیارونو سره د مطابقت د ډاډ ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي او مسوولین هڅه کوي، چې بازار ته د غیرمعیاري توکو د ننوتلو مخه ونیسي.نوموړي زیاته کړې، چې د وارداتي توکو، په ځانګړې توګه د نفتي موادو د کیفیت څارنه ځانګړی اهمیت لري او د مصرفوونکو د حقونو د خوندیتوب او اقتصادي زیانونو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي.په همدې حال کې، یو شمېر ښاریان وايي، چې د نفتي موادو او نورو وارداتي توکو د کیفیت ارزونه د بې ‌کیفیته توکو د عرضې په مخنیوي او د وسایطو په خوندیتوب کې مهم رول لري.مسوولین وايي، چې د وارداتي توکو د کیفیت او معیارونو څارنه په بازارونو کې د معیاري او باکیفیته محصولاتو د عرضې زمینه برابروي.

Quick facts

Locationهرات
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-12 12:17:12

Timeline

  1. Bakhtar

    اسلام‌ کلا ګمرک کې ۲۱ ټانکره بې ‌کیفیته تېل بېرته مسترد شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-12 06:16:39

اسلام‌ کلا ګمرک کې ۲۱ ټانکره بې ‌کیفیته تېل بېرته مسترد شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button