Developmentافغانستانپښتوغور

له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبډلو اسیا جام: افغانستان مالیزیا ته په… — Bbc

روان خبرDevelopmentغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-07 12:52:25🎙 راډیو واورئ

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې مالیزیا ته د لسو وېکټو په توپیر ستره ماتې ورکړه. افغان ځوانانو تر دې مخکې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته په ۱۱۳ منډو ماتې ورکړې وه. د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د ۱۹ کلنو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې په خپله دویمه لوبه کې نن سهار (شنبه د لړم ۱۶مه) له مالیزیا سره مخ شوه او د لوبې پچې په ګټلو سره یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د یوې غوره او هر اړخیزې توپ اچونې په پایله کې د مالیزیا ۱۹ کلنو لوبډله په ۴۲ منډو له ډګره بهر کړه. د افغان لوبډلې په ګټه نورعلي نیازي ۶، امیر حمزه ۲ او بلال سلیمانخېل یوه ویکټ ترلاسه کړه. افغان ځوانانو د سیالې مالیزیا لوبډلې د ۴۲ منډو هدف یوازې په ۳ اورونو کې بشپړ کړ او د لسو وېکټو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه. افغان نوولس کلنو لوبډلې د تېرې پنجشنبې په ورځ د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۲۳۲ منډو هدف ټاکلی وو، خو د بنګله‌دېش ټوله لوبډله په ۲۵،۵ اورونو کې د ۱۱۸ منډو په جوړولو وسوځېده او افغان لوبډلې د…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-11-07 12:52:25

مهالوېش

  1. AF International

    اسیا جام سیالیو کې دویمه بریا؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې مالیزیا ته هم ماتې ورکړه

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-07 08:44:43

اسیا جام سیالیو کې دویمه بریا؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې مالیزیا ته هم ماتې ورکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button