Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو په غزني ولایت کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح کړ او ویې ویل، چې په ۳۴ ولایتونو کې د جهادي اثارو د ساتنې موزیمونه جوړوي. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دغه موخه جوړو شویو مراسمو د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمد وویل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د شفاهي لارښوونې له مخې دغه لړۍ لومړی له کندهار ولایت څخه پیل شوې او ټاکل شوې، چې د جهادي ارزښتونو او اثارو د ساتنې قانون په ټولو ۳۴ ولایتونو کې تشرېح شي.نوموړي زیاته کړې، چې د جهادي اثارو د ساتنې عمومي ریاست د شل کلن جهاد له بهیر سره د اړوندو ملکي او نظامي شهیدانو د ژوندلیکونو او اسنادو د راټولولو او ساتنې په موخه جوړ شوی، څو دغه معلومات راتلونکو نسلونو ته په مستند ډول ولېږدول شي.د جهادي اثارو او اسنادو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح کړ او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د غزني له بېلابېلو سیمو څخه د مجاهدینو خاطرې، کارنامې او د شهیدانو ژوندلیکونه راټول او د رسمي مکتوب له لارې یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو د جهادي اثارو د ساتنې امریتونو ته وسپاري.نوموړي وویل چې د دغو معلوماتو راټولول د هېواد راتلونکو نسلونو ته د افغانانو د قربانیو او ویاړلي تاریخ د لېږد په موخه ترسره کېږي.په دې غونډه کې د غزني مرستیال والي مولوي سردار محمد مدني او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار خبرې وکړې او د شل کلن جهاد بهیر یې د هېواد له نه هېرېدونکي تاریخ څخه وباله.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ۳۴ ولایتونو کې جهادي موزیمونه جوړوي
منابع
Afghan sources
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ۳۴ ولایتونو کې جهادي موزیمونه جوړوي