Summary: تبصره: افغانستان د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله د اسیا په زړه کې پروت هېواد دی او د لوېدیځې، منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د نښلوونکي پل حیثیت لري. همدې ځانګړتیا دې هېواد ته د نړیوال ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې ځانګړی ارزښت ورکړی دی.د نړۍ د ګڼو هېوادونو لپاره د خوندي، لنډو او ارزانه سوداګریزو لارو موندل ستر اقتصادي اهمیت لري. افغانستان کولای شي د ځمکني ترانزیټ له لارې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د توکو د لېږد یوه مهمه او اغېزمنه لاره وګرځي.د افغانستان له خاورې څخه د ترانزیټي دهلېزونو تېرېدل نه یوازې د سیمې هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د سوداګرۍ لګښتونه هم راکموي او د توکو لېږد چټکوي.په وروستیو کلونو کې اسلامي امارت هڅه کړې، چې د هېواد د ترانزیټي ظرفیتونو د فعالولو لپاره بنسټیز ګامونه پورته کړي، د سوداګریزو لارو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي همکارۍ پراخې کړي.د امنیت ښه والی او د سوداګریزو لارو خوندي پاتې کېدل د دې لامل شوي، چې سوداګر او پانګه وال افغانستان ته د یوه مهم ترانزیټي مسیر په سترګه وګوري او دا وضعیت د هېواد اقتصادي ارزښت نور هم زیاتوي.که د سړکونو، رېل پټلۍ، ګمرکونو او لوژستیکي مرکزونو پراختیا دوام ومومي، افغانستان به وکولای شي د سیمې د ترانزیټ او سوداګرۍ په مهم مرکز بدل شي او له دې لارې به د دولت عواید هم زیات شي.د ترانزیټي موقعیت اغېز یوازې پر اقتصاد نه محدودېږي، بلکې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو، متقابل باور او اقتصادي همغږۍ د پراختیا لپاره هم مناسب فرصتونه برابروي.د افغانستان جغرافیه داسې ده، چې د منځنۍ اسیا انرژي، د سویلي اسیا بازارونه او د لوېدیځې اسیا سوداګریز مسیرونه یو له بل سره نښلولای شي، چې دا د هېواد ستراتیژیک اهمیت لا زیاتوي.هر څومره چې د ترانسپورټ، ترانزیټ او سوداګرۍ اړوند پروژې پیاوړې شي، هماغومره به د افغانستان اقتصادي ودې، کاري فرصتونو او سیمه ییز اتصال ته زمینه پراخه شي.په ټوله کې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له مخې د لوېدیځې او ختیځې نړۍ ترمنځ د ځمکني ترانزیټ لپاره ځانګړی ارزښت لري.د دې ظرفیت اغېزمنه ګټه اخیستنه کولای شي هېواد د سیمه ییزې سوداګرۍ په مهم محور بدل کړي او د اقتصادي ودې، پانګونې او دوامدار پرمختګ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
افغانستان؛ د لوېدیځې او ختیځې نړۍ ترمنځ د ځمکني ترانزیټ مهمه څلورلارې ده
Sources
Afghan sources
افغانستان؛ د لوېدیځې او ختیځې نړۍ ترمنځ د ځمکني ترانزیټ مهمه څلورلارې ده