کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وایي، د افغانستان او اوزبېکستان چارواکو د روغتیايي همکاریو د پراختیا، د افغان ناروغانو د درملنې او د درملو او طبي وسایلو صنعت د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد د اوزبېکستان د روغتیا وزارت له مرستیال الهامجان عمرزاکوف سره په لیدنه کې د مسلکي تجربو شریکولو او د افغان ناروغانو، په ځانګړي ډول د سرطان، زړه او ورته نورو ناروغیو درملنه کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي. د وزارت په خبره، دواړو لورو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا، د ګډو همکاریو د زمینې پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، زاهد په یوه جلا لیدنه کې د اوزبېکستان د درملو او طبي وسایلو د صنعت د پراختیا ادارې له رییس عبدالله عزیزوف سره د تخنیکي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او روزنې، د درملو د صنعت د پراختیا، د کیفیت د کنټرول لابراتوارونو د پیاوړتیا او لابراتواري تجهیزاتو برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د اوزبېکستان د حکومت له همکاریو مننه کړې او…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
افغانستان او اوزبېکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
Sources
Afghan sources
افغانستان او اوزبېکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ