زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر «نورالدین عزیزي» د ایران د اسلامي شورا د تولید د ملاتړ ځانګړي کمېسیون د رئیس محسن زنګنه په مشرۍ له پارلماني پلاوي سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې، چې په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیګدلي او د افغانستان ،ایران ګډې خونې رئیس کمالالدین توحید هم حضور درلود، د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعتي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي. د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ځانګړي صنعتي پارک پر جوړولو، د چابهار بندر له لارې د همکاریو پر پراختیا او د نفتو(تیلو) د تصفیې د فابريکې پر جوړولو هم خبرې وشوې. دواړو لورو همدارنګه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې تر لس میلیارده ډالرو پورې د لوړولو په اړه بحث کړی او په دې برخه کې یې د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، په افغانستان کې د پانګونې او صنعتي فعالیتونو لپاره مناسب شرایط برابر دي او وزارت یې د صنعت او پانګونې د پراختیا په برخه کې د رغنده پروژو او وړاندیزونو ملاتړ کوي. عزیزي زیاته کړې، د صنعت وده، د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا او په هېواد کې د تولید د ارزښت د زنځیر بشپړول د صنعت…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
افغانستان او ایران تر ۱۰ میلیارده ډالرو د سوداګرۍ د کچې لوړولو په اړه بحث وکړ
Sources
External sources
افغانستان او ایران تر ۱۰ میلیارده ډالرو د سوداګرۍ د کچې لوړولو په اړه بحث وکړ