HealthKabulافغانستاندری

افغانستان او ایران د معیار او کیفیت برخه کې د همکاریو پر پراختیا… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-15 09:38:44🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۴ جنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې رییس او په کابل کې د ایران سفیر د لیدنې پر مهال د سوداګریزو اړیکو د لا ټینګښت په موخه د رغنده تعاملاتو پر دوام، د تخصصي همکاریو پر پراختیا او د شته ظرفیتونو پر کارولو ټینګار کړی دی. د یادې ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ملا عبدالله حاجي بشیر په کابل کې د ایران له سفیر ‎علیرضا بیکدلي سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو پراخوالي په اړه یې خبرې وکړې. ملا عبدالله بشیر ویلي، د صادراتو او وارداتو معیاري کول د معیار او کیفیت ادارې له اساسي مسوولیتونو دي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو له لوري د معیارونو رعایتول نه یوازې د توکو د کیفیت لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د خلکو د روغتیا، حقونو او عامه ګټو په ساتنه کې هم مهم رول لوبوي. په کابل کې د ایران سفیر هم ویلي، هېواد یې پوره چمتووالی لري څو د معیارونو او معیارجوړونې اړوند او د تخنیکي تجربو د لېږد برخو کې د افغانستان د معیار او کیفیت له ادارې سره همکاري وکړي. سرچینه زیاتوي، نوموړي د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس ته ایران ته د رسمي سفر بلنه ورکړه، څو د یاد هېواد د سټنډرډ ادارې او اړوندو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-15 09:38:44

خط زمانی

  1. Pajhwok

    افغانستان او ایران د معیار او کیفیت برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-15 14:08:13

افغانستان او ایران د معیار او کیفیت برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button