Kabulافغانستانامنیتپښتو

افغانستان او ایران پخپلو کې سره پیاوړی اړیکې لري

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-25 08:12:11🎙 راډیو واورئ

زمونږخبریال راپور راکړ، دافغانستان په کابل کې دایران د سفارت مرستیال په کندهار کې دطالبانود حکومت له ویندوي سره ناسته کړې او د دوو اړخیزو اړیکو او مناسباتو په باب ئې ورسره خبرې اترې کړي دي. په راپور کې وئيل شوي ډي، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا… مجاهد پر خپلې ټولیزې ایکس پاڼې کې لیکلي دي ، په کندهار کې ئې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې دایران داسلامی جمهویت له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوی سره چې کندهار ولایت ته یې سفر کړی ناسته وکړه . مجاهد لیکلي چې ښاغلي مرتضوي پر اقتصادي. ټولنیزو او ددواړوهیوادونو تر منځ پر نوروګډو ټکو پرټینګار سره وویل . دا مهال دایران اسلامي جمهوریت له خپل مسلمان ګاونډي ورور هیواد افغانستان سره پیاوړې اړیکې جوړې کړي دي. داپه داسې حال کې دي چې دافغانستان د تیلو او انرژۍ وزیر په همداوروستیو کې ایران ته په څو ورځني سفر کې د ایران له اړونده لوړپوړو چارواکو سره د انرژۍ په تیره بیا د تیلو د لیږد په اړه مفصلې خبرې اترې کړي او دغه راز ئې یو شمیر تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-25 08:12:11

مهالوېش

  1. Parstoday

    افغانستان او ایران پخپلو کې سره پیاوړی اړیکې لري

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-25 08:04:34

افغانستان او ایران پخپلو کې سره پیاوړی اړیکې لري

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button