افغانستان او ترکمنستان د ترانسپورټي او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه — Pajhwok
کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان او ترکمنستان پلاوو په هرات کې د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې د ترانسپورټي او ترانزیټي اړیکو د پراختیا، د ځمکني ترانسپورټ اړوند موضوعاتو ته د رسېدنې لپاره د ګډې کمېټې جوړولو، موټرچلوونکو او سوداګرو ته د ویزو ورکولو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي موټرو د تګ راتګ زیاتولو په اړه هوکړه کړې ده. د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت پر خپله اېکسپاڼه یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه ناسته د افغانستان په کوربهتوب او د یاد وزارت په مشرۍ جوړه شوې وه او نن (سهشنبه) پای ته ورسېده. سرچینې زیاته کړې ده، دواړو لورو د ترانسپورټ او ترانزیټ اړوندو موضوعاتو له هر اړخیزې ارزونې وروسته د ترانسپورټي اړیکو پر پراختیا او په دې برخه کې د همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې هوکړه وشوه، څو د ځمکني ترانسپورټ اړوندو موضوعاتو ته د رسېدنې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه کمېټه جوړه شي. د سرچینې په حواله، دواړو لورو موټرچلوونکو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې برخه کې د اړینو اسانتیاوو پر برابرولو او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ترانزیټي موټرو د تګ راتګ پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
افغانستان او ترکمنستان د ترانسپورټي او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
منابع
Afghan sources
افغانستان او ترکمنستان د ترانسپورټي او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه