کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین او په کابل کې د ترکیې د سفارت شارژدافیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ګرځندوی په برخه کې به د ګډو همکاریو، ظرفیت لوړونې او د تجربو شریکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرتالله جمال په کابل کې د ترکیې د جمهوریت له شارژدافیر سادین آییلدیز سره وکتل او د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې. د خبرپاڼې له مخې، جمال د افغانستان او ترکیې ترمنځ تاریخي، فرهنګي، مذهبي او سیاسي اړیکې وستایلې او د ترکیې له دولت، سفارت او په ځانګړي ډول د ټیکا (TİKA) له موسسې څخه یې د افغانستان په فرهنګي او تعلیمي برخو کې د همکاریو مننه وکړه. هغه د عامه کتابتون د مطالعې تالار جوړول، د ملي ارشیف د کارکوونکو روزنه، د ځوانانو د لیلیې بیارغونه او په بلخ کې د بهاءالدین ولد د خانقاه جوړول د دواړو هېوادونو د همکاریو بېلګې یادې کړي دي. هغه زیاته کړې چې افغانستان د تاریخي، فرهنګي او مذهبي ګرځندوی له پلوه پراخ ظرفیتونه لري او…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
افغانستان او ترکیې د ګرځندوی همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
سرچینې
Afghan sources
افغانستان او ترکیې د ګرځندوی همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ