Economyافغانستانپښتوهرات

افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې

روان خبرEconomyهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-24 07:47:34🎙 راډیو واورئ

په هرات کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقونسل، علیرضا مرحمتي، د دوغارون په پوله کې د ایران او افغانستان د پلاوو د یوې ګډې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی، چې موخه یې د شته خنډونو لرې کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا ده. مرحمتي وویل، د افغانستان په پولو، په ځانګړې توګه د دوغارون په سرحدي دروازه کې، د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ټاکل شوې ده چې د ایران یو پلاوی، د بېلابېلو ادارو د یو شمېر مسئولینو، په ګډون د ګمرک او ولایت مقام د استازو، په ملتیا دې سیمې ته ولاړ شي. په هرات کې د ایران د سرقونسل په وینا، د افغانستان د واکمنې ادارې له لوري هم ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د ترانسپورټ او سوداګرۍ وزارتونو مرستیالان او د مالیې وزارت یو شمېر مسئولین ګډون وکړي. مرحمتي زیاته کړه، د دې غونډې موخه د دوغارون په پوله کې د شته ستونزو ارزونه او د تګ راتګ او سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کول دي. په هرات کې د ایران سرقونسل هیله څرګنده کړه چې د دې غونډې په جوړېدو او د دواړو خواوو د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ له لارې به سرحدي ستونزې کمې او د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د لا پراختیا زمینه برابره شي. د دوغارون…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-24 07:47:34

مهالوېش

  1. Parstoday

    افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-24 07:35:31

افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button