Newsافغانستانپښتو

افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

روان خبرNews1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-16 10:40:43🎙 راډیو واورئ

افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو د ورتګ بهیر د تېر په پرتله زیات شوی؛ د امارتي شرکتونو ویاند وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې شاوخوا ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د امارتي شرکتونو ویاند محمدنبي بهار وايي، د تېرو شپږو مياشتو په موده کې ۲ زره او ۴۴ بهرنیو سیلانیانو ته د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د سفرونو لپاره رسمي مکتوبونه ورکړل شوي دي. د نوموړي په وینا، د شاوخوا ۹۰۰ بهرنیو سیلانیانو د ویزو د تمدید او له هېواده د وتلو اړوندې چارې هم ترسره شوې دي. بهار زیاتوي، هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ۳۰ سلنه زیات شوی او تمه ده چې دغه شمېر په راتلونکې کې لا هم لوړ شي. د افغانستان تاریخي او فرهنګي سیمې، طبیعي ښکلاوې، بېلابېل کلتورونه او غرنیز جوړښت؛ هغه ځانګړنې دي چې بهرني سیلانیان يې اړ کړي چې ياد هېواد ته سفر وکړي. کارپوهان وايي، د سیلانیانو د شمېر زیاتوالی، که دوام وکړي، کولی شي د ګرځندوی ترڅنګ د هوټلدارۍ، ترانسپورټ، لاسي صنایعو او نورو اړوندو برخو د فعالیتونو پر پراختیا هم اغېز ولري.

لنډ معلومات

موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-09-16 10:40:43

مهالوېش

  1. Parstoday

    افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-16 10:28:57

افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button