Sportsافغانستاندری

افغانستان د شپږ کسیز فوټبال په دوستانه لوبه کې سوریې ته ماتې ورکړه — Bakhtar

در حال تکمیلSports1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-30 12:42:14🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان د شپږ کسیزې فوټبال لوبډلې د نړیوال جام سیالیو له پیل وړاندې په یوه دوستانه لوبه کې د سوریې لوبډلې ته ۳ ـ ۲ ماتې ورکړه. په دې لوبه کې د افغانستان لپاره میلاد وردک، عزیز سنګر او میلاد احمدي ګولونه ووهل.د شپږ کسیز فوټبال نړیوال جام سیالۍ د جرمني په اسن ښار کې پیل شوې دي او د روان کال د وږي تر ۱۵مې نېټې به دوام وکړي. په دغو سیالیو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ۳۲ لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي کوي.افغانستان د دغو سیالیو د ګروپي پړاو په G ګروپ کې له کروسیا، ایټالیا او پیرو لوبډلو سره یوځای دی.افغان لوبډلې د ځانګړي سهم یا «وایلدکارت» له لارې په دغو سیالیو کې د ګډون حق ترلاسه کړی او په ترکیب کې یې یو شمېر تجربه لرونکي لوبغاړي هم شامل دي.د شپږ کسیز فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ساکا نړیوال فدراسیون (ISF) تر څارنې لاندې او د فوټبال نړیوال فدراسیون (FIFA) له رسمي سیالیو څخه په خپلواکه توګه ترسره کېږي.

اطلاعات کوتاه

موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-30 12:42:14

خط زمانی

  1. Bakhtar

    افغانستان د شپږ کسیز فوټبال په دوستانه لوبه کې سوریې ته ماتې ورکړه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-30 10:52:36

افغانستان د شپږ کسیز فوټبال په دوستانه لوبه کې سوریې ته ماتې ورکړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button