د افغانستان د صنعتکارانو اتحادیه او د طالبانو حکومت وایي چې "افغانستان د مالګې په تولید کې پر ځان بسیا شوی" او نور د دې محصول واردولو ته اړتیا نه لري. د طالبانو حکومت د چارواکو په وینا، د افغانستان د مالګې کلنۍ اړتیا شاوخوا ۳۰۰ زره ټنه ده، په ورته وخت کې په هېواد کې د مالګې کلنی تولید ۳۴۴ زره ټنو ته رسېدلی. د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت ویلي، چې د افغانستان له کانونو د استخراجېدونکې مالګې اندازه د هېواد د خوراکي او صنعتي برخو اړتیاوې پوره کوي.
لنډ معلومات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-03 06:38:20
مهالوېش
-
Bbc
افغانستان د مالګې تولید کې پر 'ځانبسیا' شوی؛ مصرفوونکي یې له کیفیت شکایت کوي
سرچینې
External sources
BbcPS
2026-10-03 06:16:24
افغانستان د مالګې تولید کې پر 'ځانبسیا' شوی؛ مصرفوونکي یې له کیفیت شکایت کوي