Englishافغانستانامنیت

افغانستان نه پوهیږي پاکستان له دغه هیواد څخه څه غواړي؟

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-15 02:17:34🎙 Listen to radio

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي، له پرلپسې هڅو سره سره نه دي توانېدلي وپوهېږي، چې پاکستان افغانستان سره له روان کړکېچه څه غواړي. ښاغلی متقي وايي" حالت یو طرفه دې حد ته ورسېد، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی پېښ شوی." که څه هم د تېر کال له اکتوبر راهیسې دواړو لورو یو پر بل مرګوني ګوزارونه کړي، هغه دا هر څه یو اړخیز ګڼي. امیرخان متقي وویل "زموږ له طرفه کله هم پر دوی حمله نه ده شوې، زموږ له طرفه لار نه ده بنده شوې، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی ورته ایجاد شوی، حتی زموږ له طرفه د دوی د ټرانزېټ مالونه نه دي بند شوي، که لارې دي هم دوی بندې کړې، که تعرض دی هم دوی کړی دی، که ټرانزېټ دی هم دوی بند کړی دی، او که د دونیا په سطحه تر ملل متحده اعتراضونه دي هم دوی کړي دي." د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر وايي، له پاکستانه باید وپوښتل شي چې "تاسو کوم مجبوریت لرئ،" ولې مو خبره دې ځای ته ورسوله. پاکستان له افغانستان سره د وروستۍ ترینګلتیا دلیل د وسله والو ډلو له بریدونو د خپلو خلکو او خاورې خوندیتوب یادوی خو ښاغلی متقي وايي پاکستان خپلې کورنۍ ستونزې لري،" هلته د قدرت تقسیم هم…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-15 02:17:34

Timeline

  1. Parstoday

    افغانستان نه پوهیږي پاکستان له دغه هیواد څخه څه غواړي؟

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-15 02:08:10

افغانستان نه پوهیږي پاکستان له دغه هیواد څخه څه غواړي؟

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button