د روغتیا نړۍوال سازمان، یونېسف او د روغتیا او اوبو برخې ګډو بنسټونو په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې د نسناستې د خپرېدو له جدي ګواښ سره مخ دی. معنوي د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۳مه) پر اېکس پاڼه په یوه تحلیل کې پوښتنه کړې، چې د روسیې د بهرنيو استخباراتو مشر په کابل کې څه کوي؟ د هغه په خبره، په یوه میاشت کې افغانستان ته د درېیو هېوادونو د امنیتي او استخباراتي مسوولینو پرلهپسې سفرونه ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د سیمې او نړۍ په استخباراتي او امنیتي محاسبو کې ځای نیولی دی. که څه هم د دغه سفرونو کره موخې لا په رسمي ډول نهدي روښانه شوې؛ خو نوموړي ټینکار کړی چې د روسیې د بهرنيو استخباراتو د مشر سرګي ناریشکین سفر هم په همدې چوکاټ کې د ارزونې وړ دی. د نوموړي په خبره، روسیه په اوکراین کې په جګړه بوخته ده او د اروپايي هېوادونو له ټینګ دریځ سره واشنګټن له احتیاط څخه کار اخلي چې د مسکو محاسبې یې لا پېچلې کړې دي. معنوي زیاته کړې: «د روسیې یو له ستراتیژیکو اندېښنو څخه د تاجکستان او ازبکستان له لارې قزاقستان ته د ناامنۍ د لېږد احتمال او له روسیې سره د هېواد د ۷زره کیلومتره د ډېرې پولې بېثباته کول دي». نوموړي…
Quick facts
Timeline
-
AF International
افغانستان په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې د نسناستې ناروغۍ د خپرېدو له جدي ګواښ سره مخ دی
Sources
Afghan sources
افغانستان په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې د نسناستې ناروغۍ د خپرېدو له جدي ګواښ سره مخ دی