Englishافغانستانامنیت

افغانستان کې د بي بي سي خپرونې پر لنډو او منځنیو څپو خپرېږي… — Bbc

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-10-13 19:38:24🎙 Listen to radio

افغانستان کې د طالبانو حکومت په ټول هېواد کې پر اېف اېم څپه د بي بي سي خپرونې ځنډولې دي. د طالبانو حکومت یوه ویاند ویلي چې د بي بي سي خپرونې د"پرلپسې سرغړونو" له امله ځنډول شوې، خو د دغو سرغړونو په اړه یې نور ډېر څه نه دي په ډاګه کړي. بي بي سي یوازینۍ نړیواله خبري اداره وه چې په ۲۰۲۲ کال کې پر دوو امریکایي رسنیو له بندیز وروسته یې لا هم د افغانستان دننه خپرونې کولې. "په افغانستان کې میلیونونه خلک د کره خبرونو او معلوماتو لپاره پر بي بي سي تکیه کوي، او موږ له چارواکو سره د وضعیت د حل لپاره کار کوو." بي بي سي دغه خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې: "موږ لا هم په افغانستان کې خپلو مخاطبینو ته په پښتو، دري او انګریزي ژبو په بې‌پرې او خپلواکه توګه خبرونه او نورې خپرونې د لنډو او منځنیو څپو راډیو، انلاین او سپوږمکۍ له لارې وړاندې کوو." بي بي سي هره اوونۍ افغانستان کې له ۲۰ سلنې ډېرو افغانانو ته خبرونه او نورې خپرونې رسوي، چې په کې د نجونو لپاره ښوونیزې خپرونې هم شته. دغه خپرونې د هغو نجونو لپاره دي چې له شپږمو ټولګیو پورته له زده‌کړو پاتې او کورناستې دي. د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران، ځايي رسنیو ته ویلي: "د بي…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-13 19:38:24

Timeline

  1. Bbc

    افغانستان کې د بي بي سي خپرونې پر لنډو او منځنیو څپو خپرېږي – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-10-13 16:14:39

افغانستان کې د بي بي سي خپرونې پر لنډو او منځنیو څپو خپرېږي – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button