افغانستانامنیتپښتو

افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مهال درېیمه ښځه د یوناما مشرې په… — Bbc

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-10 07:11:47🎙 راډیو واورئ

سرچینو بي‌بي‌سي ته تائید کړې چې بنګله‌ دېشۍ دیپلوماته رباب فاطمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د نوي مشرې په توګه ټاکل شوې ده. یوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو فعالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ او له طالبانو سره د اړیکو او خبرو د تنظیم مسوولیت لري. رباب فاطمه درېیمه ښځه ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د یوناما مشري پر غاړه اخلي. له دې مخکې جورجیت ګانیون او روزا اوتونبایوا هم د دې دفتر مشري کړې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې رباب فاطمه له کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو لوړو پوستونو کې دنده درلوده. نوموړې په ۲۰۲۲ کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله او د عالي استازې په توګه وټاکل شوه. اغلې فاطمه د ملکي خدمتونو برخه کې له ۳۰ کلونو زیاته کاري تجربه لري او په ملي او نړیواله کچه یې په ملکي خدمتونو کې دندې ترسره کړې دي. هغې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د بنګله‌ دېش د دایمي استازې او سفیرې په توګه هم دنده درلوده. د دې نوې دندې له ترلاسه کولو مخکې، رباب فاطمه د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ په جاپان کې د بنګله ‌دېش سفیره وه، د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ یې د بنګله ‌دېش د بهرنیو چارو وزارت…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-10 07:11:47

مهالوېش

  1. Bbc

    افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مهال درېیمه ښځه د یوناما مشرې په توګه وټاکل شوه – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-07-09 23:08:59

افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مهال درېیمه ښځه د یوناما مشرې په توګه وټاکل شوه – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button