EnglishKabulافغانستانامنیت

افغانستان کې د نفتو د تصفیې او پروسس لپاره ګډ سهامي شرکت جوړېږي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-11 09:22:04🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د نفتو د تصفیې او پروسس برخه کې د یوه ګډ سهامي شرکت رامنځته کېدو پرېکړه شوې او د داسې يوې فابريکې جوړول هم په پام کې دي چې د ورځې به د پنځه زره ټنه ډېزل او پټرولو د تصفيې وړتيا ولري. د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ګډ سهامي شرکت د جوړېدو لپاره د جوړې شوې کمېټې دویمه ناسته د دې خونې د عمومي رییس سیدکریم هاشمي او د صنایعو او کانونو خونې د عمومي رییس احمد نبي‌زاده په مشرۍ ترسره شوه. سرچینه وايي، په ناسته کې د ګډ سهامي شرکت د جوړېدو، د پانګونې د فرصتونو او د شرکت د عملي فعالیتونو د پیل د څرنګوالي په اړه بحث وشو. د خبرپاڼې له مخې، له مطرح شوو موضوعاتو وروسته پرېکړه وشوه چې په لومړي ګام کې دې د نفتو د تصفیې او پروسس برخه کې ګډ سهامي شرکت جوړ شي. سرچینه زیاتوي، د دې طرحې په لومړي پړاو کې د نفتو د تصفیې او پروسس د یوې معیاري فابریکې جوړول په پام کې نیول شوي چې د ورځې به د پنځه زره ټنه ډېزلو او پټرولو د تولید ظرفیت ولري. د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، دغه فابریکه به د عصري ټکنالوجۍ او پرمختللو وسایلو په…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-11 09:22:04

Timeline

  1. Pajhwok

    افغانستان کې د نفتو د تصفیې او پروسس لپاره ګډ سهامي شرکت جوړېږي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-11 13:43:48

افغانستان کې د نفتو د تصفیې او پروسس لپاره ګډ سهامي شرکت جوړېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button