Healthافغانستاندریهلمند

افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ۴ نوې پېښې ثبت شوې دي

در حال تکمیلHealthهلمند1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-10 03:02:37🎙 رادیو را بشنوید

د روغتیا نړیوال سازمان (W.H.O) خبر ورکړی چې، په افغانستان کې د روانې اوونۍ پر مهال د پولیو ناروغۍ څلور نورې مثبتې پېښې ثبت شويې دي. یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، په دې سره په افغانستان کې د سږ کال د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته ورسېد. سرچینه زیاتوي چې، تازه پېښې د هلمند په مرکز لښکرګاه، فراه، د کونړ په دانګام او د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې ثبت شوي دي. دا پېښې داسې مهال ثبتېږي چې افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه هیوادونه دي، چې یاده ناروغي پکې له منځه نه ده تللې. روغتیاپالان وایي، په افغانستان کې د پولیو د نوو پېښو مهم لاملونه د واکسین له پروګرامونو پاتې کېدل، د ماشومانو د واکسین د پوښښ کموالی، کمزوری روغتیايي پوهاوی او د خلکو تګ‌راتګ دي. دوی د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لاره دا یادوي، چې هر ماشوم د پولیو واکسین ټول پړاوونه بشپړ کړي او کورنۍ د واکسین له کمپاینونو سره همکاري وکړي. د روغتیاپالانو په وینا، د پولیو پر وړاندې بې‌غوري کولی شي د ګڼ شمېر ماشومانو د دایمي فلج لامل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانهلمند
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-10 03:02:37

خط زمانی

  1. Parstoday

    افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ۴ نوې پېښې ثبت شوې دي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-09-10 02:51:16

افغانستان کې د پولیو ناروغۍ ۴ نوې پېښې ثبت شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button