"کله کله انسان غواړي د خپل روحي وضعیت د ښه کېدو او پر ځان د باور د پیاوړتیا لپاره داسې څه وکړي چې په لیدو یې د خپل ځان په اړه ښه احساس ولري." ۳۷ کلنه مژګان (مستعار نوم) د کابل اوسېدونکې ده. هغې په دې وروستیو کې د ښکلا څو عملیاته ترسره کړي دي. وايي د ټولو هغو محدودیتونو سربېره چې ورسره مخامخ وه، د دغو عملیاتو په ترسره کولو ښه احساس لري. هغې ویلي، "زه ډېره خوشحاله یم او داسې احساسوم لکه بېرته چې ځوانه شوې یم." په وروستیو کلونو کې د مژګان په څېر نورو ګڼو ښځو هم افغانستان کې د ښکلا جراحۍ عملیاتو ته مخه کړې. د بيبيسي افغانستان د حقیقتموندنې څانګې د ښکلا او پوستکي جراحۍ د پنځوسو مرکزونو هر اړخیزه بيا کتنه کې، موندلې چې، د دغو مرکزونو نږدې اویا سلنه یې په وروستیو پنځو کالونو کې جوړ شوي دي. په دغو مرکزونو کې له بوټوکس، د شونډو فېلر، لېزر، د پوزې جراحۍ او د مخ د کشولو (لیفټ) تر عملیاتو بېلابېل خدمات وړاندې کېږي. دا یو مخ پر ودې بازار دی چې له کوچنیو کلینیکونو نیولې او بیا تر تخصصي روغتونونو پراخ شوی دی. د ښځو د ښکلا سالونونو له تړل کېدو وروسته، د ښکلا ځینې خدمات په غیر رسمي ډول د خلکو په کورونو کې ترسره کېږي. ځینو سرچینو بيبيسي ته ویلي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
افغانستان کې د ښکلا خدمتونه؛ "له جراحۍ عملیات وروسته مې پر ځان باور لوړ شوی" – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
افغانستان کې د ښکلا خدمتونه؛ "له جراحۍ عملیات وروسته مې پر ځان باور لوړ شوی" – BBC News پښتو