کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): چین په افغانستان کې له ترهګریزو ګواښونو سره پر مبارزې، د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا او د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې پر ملاتړ ټینګار کړی او اسلامي امارت وایي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي. د ملګرو ملتونو سازمان کې د چین د دایمي استازي مرستیال او د دغه هېواد سرپرست شارژدافیر سان لي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د «ترهګرو ډلو» په اړه راپور ته په اشاره له اسلامي امارته غوښتي چې د ټولو دغو ډلو پر ضد په قاطع ډول مبارزه وکړي او اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر پټنځای بدل شي. هغه دغهاراز ټینګار کړی چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د اقتصاد د بیارغونې او د خلکو د ژوند د وضعیت د ښه کولو له لارې د هغو عواملو په کمولو کې مرسته وکړي چې د ترهګرۍ د پراختیا زمینه برابروي. هغه زیاته کړې چې چین له افغانستان سره د منځنۍ اسیا هېوادونو او سیمهییزو سازمانونو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکارۍ سازمان، د لا ډېرو همکاریو ملاتړ کوي، څو د «پولو هاخوا ترهګریزو ګواښونو» پر ضد مبارزه وشي. بلخوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې غونډې په غبرګون کې چې د نړۍوالې سولې او امنیت پر…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزه د چین ټینګار؛ ا.ا: د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي
سرچینې
Afghan sources
افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزه د چین ټینګار؛ ا.ا: د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي