Englishافغانستانامنیتهرات

افغانه مېرمن مهرما: د خپلو ماشومانو لپاره به د خپلواک ژوند او کار… — AF International

DevelopingSecurityهرات1 SourcesUpdated: 2026-08-08 03:39:52🎙 Listen to radio

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو له امله د خپل ژوند د بېلابېلو فرصتونو له له‌منځه تلو سره سره، افغانه مېرمن مهرما وايي د خپلو ماشومانو لپاره به د کار او خپلواک ژوند هڅې روانې ساتي. هرات د هغو ولایتونو له ډلې دی چې ښځې وایي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د دوی پر ورځني ژوند فشارونه په کې په څرګند ډول زیات کړي دي. یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د چادري له ماسک سره د اغوستلو یا د مخ د بشپړ پټولو شرط د دوی ژوند بدل کړی دی. د دوی په وینا، د نیول کېدو وېرې بازار ته تلل، له ملګرو سره لیدنې او په عادي ډول په ټولنه کې حضور ستونزمن کړی دی. دوی همداراز وایي، د امر بالمعروف د محتسبانو له وېرې ډېری ښځې او نجونې له کوره د وتلو پر ځای په کور کې بند پاتې کېدل غوره بولي او له کور څخه د بهر چارو سره د پخوا په پرتله ډېرې پر نارینه وو متکي شوې دي. یوې ښځې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د کور د ورځنیو اړتیاوو د پېرلو لپاره اوس پر نارینه وو تکیه کوي. په دې راپور کې د ښځو نومونه د هغوی د امنیت د خوندي ساتلو لپاره مستعار دي. ناهید: «له موږ لومړني حقونه…

Quick facts

Locationهرات
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-08 03:39:52

Timeline

  1. AF International

    افغانه مېرمن مهرما: د خپلو ماشومانو لپاره به د خپلواک ژوند او کار مبارزې ته دوام ورکړم

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-08 02:39:13

افغانه مېرمن مهرما: د خپلو ماشومانو لپاره به د خپلواک ژوند او کار مبارزې ته دوام ورکړم

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button