افغان ابدالیانو نیپال ته لوبه وبایلله — Pajhwok
کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۵): د افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې په شلم پړاو اسیایي لوبو کې خپله دویمه شلاوریزه لوبه د نیپال لوبډلې ته وبایلله. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې دواړه لوبډلې نن (جمعه) سهار ۹:۳۰ بجې د یو بل پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شوې. افغان ابدالیانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ دغې لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۲ منډې وکړې. فیصل خان شینوزاده او نجیبالله ځدراڼ د ۳۰ منډو په جوړولو د افغان ابدالیانو لپاره تر نورو ښه وځلېدل. د خبرپاڼې له مخې، د نیپال لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۷.۲ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په پنځو ویکټو یې بریا خپله کړه. د یادونې ده، افغان ابدالیانو تر دې مخکې په خپله لومړۍ لوبه کې جاپان ته د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه. شلم پړاو اسیایي لوبې د څه باندې ۴۰ هېوادونو د لړبغاړو په ګډون د جاپان په کوربهتوب روانې دي او د افغانستان ورزشي کاروان تر اوسه یو د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه ترلاسه کړي دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
افغان ابدالیانو نیپال ته لوبه وبایلله