EnglishHealthKabulافغانستان

افغان او اوزبېکستاني چارواکو د دوه‌اړخیزو تخنیکي همکاریو په اړه خبرې کړې دي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-28 06:23:13🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د معیار او کیفیت ادارې او د اوزبېکستان د تخنیکي مقرراتو ادارې چارواکو په ترمز کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا، د کیفیت برخه کې د تجربو شریکولو او د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې د تخنیکي خنډونو د له منځه وړو په اړه خبرې کړې دي. د معیار او کیفیت ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دې ادارې درې‌کسیز پلاوي د ترمز نړۍوال سوداګریز مرکز (ایریتوم) د ازادې سوداګرۍ سیمه کې د اوزبېکستان د تخنیکي مقرراتو ادارې له مسوولینو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د تخنیکي همکاریو د هوکړه‌لیک پر نهایي کولو او د کانونو، انرژۍ، روغتیا او تولیداتو برخو کې د میټرولوژۍ (اندازه‌ګیرۍ) سیسټمونو پر پیاوړتیا هم خبرې شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، افغانستان ته د ګرځنده میټرولوژۍ خدمتونو رامنځته کول هم د بحث له موضوعاتو وو او اړزبېک لوري د تخنیکي مقرراتو او میټرولوژۍ برخو کې د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړولو او روزنیزو سیمینارونو جوړولو لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی. سرچینې ویلي چې په دې لیدنه کې د ولایتونو د چارو رییس مولوي محمدحنیف کڅوي، د کورنیو معیارونو او ساختماني کوډونو د تطبیق د څار رییس مولوي شیرآغا جالب او د معیار او…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-28 06:23:13

Timeline

  1. Pajhwok

    افغان او اوزبېکستاني چارواکو د دوه‌اړخیزو تخنیکي همکاریو په اړه خبرې کړې دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-28 10:50:15

افغان او اوزبېکستاني چارواکو د دوه‌اړخیزو تخنیکي همکاریو په اړه خبرې کړې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button