EconomyEnglishKabulافغانستان

افغان او اوزبېک چارواکو د سرخان–پلخمري د برېښنا لېږد پروژې د چارو پر… — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-14 08:07:12🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، افغان او ازبکستاني چارواکو په یوه ګډه ناسته کې د سرخان–پلخمري د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې د پاتې چارو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو او د کارونو پر چټکتیا هوکړه کړې او د رامنځته شویو ځنډونو د جبران لپاره یې د مشخص کاري پلان پر جوړولو ټینګار کړی دی. د افغانستان برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حق‌پرست پژواک ته وویل چې د دغه شرکت اجرائیوي عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار په تاشکند کې د ازبکستان د انرژۍ وزارت له مرستیال او د دغه هېواد له تخنیکي مسوولینو سره لیدلي دي. د هغه په وینا، په دې ناسته کې د پروژې د مالي تمویل، د پیسو ورکړې، د برېښنا سب‌سټېشنونو د تجهیزاتو تولیدوونکو شرکتونو د معرفي کولو، د تخنیکي طرحو او اسنادو د بشپړولو، د تخنیکي ملاحظاتو او سوداګریزو اسنادو ترمنځ د اختلافاتو د هواري او د پروژې په ساحه کې د درېدلو فعالیتونو د بیا پیل په اړه خبرې شوې دي. حق‌پرست وایي، د سرخان–پلخمري د برېښنا لېږد پروژې چارې لا هم په لومړیو پړاوونو کې دي. هغه د دې پروژې پر ستراتیژیک او اقتصادي ارزښت په ټینګار زیاته کړه چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د انرژۍ او برېښنا سوداګرۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ پراخې، د افغانستان د برېښنا رسولو ظرفیت به لوړ…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-14 08:07:12

Timeline

  1. Pajhwok

    افغان او اوزبېک چارواکو د سرخان–پلخمري د برېښنا لېږد پروژې د چارو پر چټکتیا هوکړه وکړه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-14 12:36:35

افغان او اوزبېک چارواکو د سرخان–پلخمري د برېښنا لېږد پروژې د چارو پر چټکتیا هوکړه وکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button