EnglishPoliticsافغانستان

افغان اېواک د افغان کډوالو د احتمالي اېستلو د الوتنې په اړه خبرداری… — AF International

DevelopingPolitics1 SourcesUpdated: 2026-11-25 02:25:52🎙 Listen to radio

د افغان کډوالو ملاتړ سازمان «افغان اېواک» وايي، داسې باوري شواهد شته چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو اداره (ICE) د شکرانې د رخصتیو پرمهال له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو یوه الوتنه پلانوي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې ښايي په دې الوتنه کې هغه افغانان هم شامل وي چې په افغانستان کې یې له امریکايي پوځیانو او ډیپلوماتانو سره همکاري کړې ده. افغان اېواک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر دې مخکې له ۲۰ ډېر افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږدول شوي وو چې له دې ډلې ډېرو یې په امریکا کې د خوندیتوب او پناه حق هم ترلاسه کړی و. دغه سازمان له امریکايي کانګرس غوښتي، چې د احتمالي الوتنې تر ترسره کېدو مخکې له حکومت څخه وضاحت وغواړي او د افغانانو د اېستلو پلان په اړه ځوابونه ترلاسه کړي. د شکرانې ورځ (Thanksgiving Day) د امریکا په متحده ایالاتو کې یوه مهمه ملي رخصتي ده، چې هر کال د نومبر په څلورمه پنجشنبه نمانځل کېږي. دغه ورځ د شکر، مننې او د کورنۍ د یوځای کېدو په مناسبت نمانځل کېږي. سږکال دغه ورځ د نومبر په ۲۶مه نمانځل کېږي. افغان اېواک د احتمالي الوتنې د ترسره کېدو د کره وخت، د کډوالو د شمېر او د هغوی د هویت په اړه جزییات نه‌دي خپاره کړي.افغان اېواک بنسټ په امریکا کې…

Quick facts

TopicPolitics
Sources1
Updated2026-11-25 02:25:52

Timeline

  1. AF International

    افغان اېواک د افغان کډوالو د احتمالي اېستلو د الوتنې په اړه خبرداری ورکړی

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-25 00:12:12

افغان اېواک د افغان کډوالو د احتمالي اېستلو د الوتنې په اړه خبرداری ورکړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button