مولوي متقي ویلي چې د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د سوداګرۍ ظرفیتونه د پام وړ دي او باید له دغو فرصتونو څخه د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره ګټه واخیستل شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي چې د حضرت امام خامنه اي د جنازې په دستورو کې د ګډون لپاره ایران ته راغلی، په تهران کې ئې د بنګلدېش د پارلمان له مشر حافظالدین احمد سره لیدلي دي. زمونږ خبریال راپور راکړی، د افغانستان د د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغې لیدنې کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د اړیکو پر پراختیا، په ځانګړي ډول د سوداګریزو اړیکو د ودې په اړه خبرې شوې دي. له بلې خوا د بنګلدېش د پارلمان مشر هم له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو بیاپیل او پراختیا د دواړو لورو لپاره یو ښه فرصت بللی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
افغان حکومت له درستو اسلامی او نړیوالو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي
سرچینې
External sources
افغان حکومت له درستو اسلامی او نړیوالو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي