KabulSportsافغانستانپښتو

افغان سوک‌وهونکي اسیایي المپیکي سیالیو کې قطري سیال ته ماته ورکړه — Pajhwok

روان خبرSportsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-23 10:39:18🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د افغانستان د سوک‌وهنې ملي فدراسیون وایي، افغان ورزشکار ایمل همدم په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې خپل قطري سیال ته ماته ورکړه او په دغو سیالیو کې یې بل پړاو ته لار ومونده. د افغانستان د سوکإوهنې ملي فدراسیون نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایمل همدم په اسیایي المپیکي سیالیو کې د ۶۰ کیلو وزن کټګورۍ کې خپل قطري سیال ته ماته ورکړه. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له افغانستانه د سوک‌وهنې درې‌کسیزې لوبډلې ګډون کړی دی. دغه‌راز، شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي رشتو کې د سپټمبر له ۱۹مې د جاپان په ایچي-ناګویا ښار کې پیل شوې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-09-23 10:39:18

مهالوېش

  1. Pajhwok

    افغان سوک‌وهونکي اسیایي المپیکي سیالیو کې قطري سیال ته ماته ورکړه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-23 15:07:57

افغان سوک‌وهونکي اسیایي المپیکي سیالیو کې قطري سیال ته ماته ورکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button