د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په تهران کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د سفارت په یوې خبرتیا کې ویل شوي دي، د بهر مېشتو افغان پانګهوالو د جذب پروګرام، د ستنېدونکو د ستونزو د ارزونې کمېشن په سپارښتنې او د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر په لارښوونه پیل شوی دی. د خبرتیا له مخې، د دغه پروګرام موخه دا ده چې د افغان سوداګرو او پانګهوالو پانګه او اقتصادي فعالیتونه افغانستان ته ولېږدول شي او د تولیدي فابریکو او صنعتي یونټونو د جوړېدو ملاتړ وشي. افغان طالبانو د دغه تشویقي پروګرام له مخې ژمنه کړې چې د صنعتي ښارګوټو دننه به د فابریکو او تولیدي مرکزونو د جوړولو لپاره ځمکه وړیا ورکړي. همدارنګه د دغو ښارګوټو د بنسټیزو تأسیساتو لګښتونه به د لسو کلونو په قسطونو کې له پانګهوالو څخه واخیستل شي. د خبرتیا له مخې، هغه نوې او کارول شوې آلې او تجهیزات چې د اقتصادي فعالیتونو د رامنځته کولو یا پراختیا لپاره افغانستان ته واردېږي، له ټولو مالیاتو څخه معاف دي. همدارنګه د دوو ګاډو د واردولو لپاره هم د ګمرکي محصول معافیت په پام کې نیول شوی دی. د دغه ملاتړیز پيکیج په بلې برخې کې راغلي، هغه سوداګر چې خپلې اقتصادي چارې افغانستان ته انتقال کړي، د کابل په نویو ښاري پروژو او د ولایتونو د کډوالو په ښارګوټو کې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
افغان طالبانو د پانګهوالو د بېرته ستنېدو لپاره اقتصادي امتیازات اعلان کړل
منابع
External sources
افغان طالبانو د پانګهوالو د بېرته ستنېدو لپاره اقتصادي امتیازات اعلان کړل