الجزیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړی چې دافغانستان د طالبانو حکومت له نړیوال مشروعیت او رسمیت پرته، په ټولې سیمې کې خپلې سوداګریزې او امنیتي ملګرتیاوې پراخې کړې دي. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، الجزیرې ټیلیویژني چینل د افغانستان د اوسني واکمن نظام د تېرو پنځو کلونو د فعالیتونو په ارزولو سره ویلي چې د افغانستان د طالبانو حکومت پنځه کاله وروسته له دې چې واک ته بېرته ورسېد او په داسې شرایطو کې چې په نړیواله کچه نږدې د یوه منزوي حکومت په توګه پېژندل کېد، توانېدلی چې له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې امنیتي، سوداګریزې، انرژۍ او ټرانسپورټي اړیکې پراخې کړي. روسیه د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې لومړنی هېواد ؤ چې د طالبانو حکومت ئې په رسمي توګه په رسمیت وپېژاند؛ خو د ډیپلوماټیکو سرچینو او سیاسي کارپوهانو په وینا، د نړیوالې ټولنې ډېری هېوادونه لا هم د طالبانو حکومت ته له بشپړ سیاسي رسمیت ورکولو ډډه کوي. د پراخ نړیوال رسمیت له نشتوالي سره سره، د طالبانو حکومت په فعاله توګه هڅه کړې چې ځان د سیمې په ډیپلوماټیکو جوړښتونو کې مدغم کړي او له یو شمېر هېوادونو سره ئې اړیکې هم د پراختیا په حال کې دي. د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي الجزیرې ته ویلي چې کابل اوس مهال له څه باندې ۴۰ ډیپلوماټیکو استازوَلیو، چې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
افغان طالبانو له نړیوال رسمیت پرته سیمهییزې ملګرتیا پراخې کړې دي
منابع
External sources
افغان طالبانو له نړیوال رسمیت پرته سیمهییزې ملګرتیا پراخې کړې دي