Englishافغانستانامنیت

افغان فوټسال لوبډلې نیوزیلنډ ته په ستر توپیر ماتې ورکړه — Bakhtar

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-06 22:12:04🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان فوټسال لوبډلې د ټایلنډ په کوربه‌توب د کانټیننټل جام سیالیو په خپله وروستۍ (څلورمه) لوبه کې د نیوزیلنډ ملي لوبډلې ته د ۶-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او خپلې سیالۍ یې په بریا پای ته ورسولې. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ویلي، چې افغان لوبډلې ښه لوبه وکړه او د پرله‌ پسې بریدونو په ترڅ کې یې شپږ ګولونه ووهل. د دغې لوبې لپاره امید قنبري دوه ګولونه، او جواد حیدري او مهران غلامي هر یوه یو-یو ګول وواهه. افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې ټولې څلور لوبې ترسره کړې، چې له ډلې یې دوه د کوربه ټایلنډ او ویتنام پر وړاندې وبایللې، یوه یې د روسیې پر وړاندې مساوي کړه او وروستۍ لوبه یې د نیوزیلنډ پر وړاندې په ستر توپیر وګټله. د یادونې وړ ده، چې د کانټیننټل جام سیالۍ د ټایلنډ د بنکاک ښار په کوربه‌ توب د پنځو هېوادونو په ګډون د اګسټ په لومړۍ نېټه پیل شوې وې او د اګست په شپږمه پای ته ورسېدې.

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-06 22:12:04

Timeline

  1. Bakhtar

    افغان فوټسال لوبډلې نیوزیلنډ ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-06 18:12:11

افغان فوټسال لوبډلې نیوزیلنډ ته په ستر توپیر ماتې ورکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button