Sportsافغانستانپښتوغور

افغان لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي وګټله — Bakhtar

روان خبرSportsغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-24 07:38:39🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان کرکټ لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې زمبابوې ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله. په دې لوبه کې زمبابوې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۶۹ منډې جوړې کړې. د افغانستان په ګټه راشد خان درې، محمد نبي، بلال سمیع او فضل‌الحق فاروقي دوه ـ دوه ویکټې واخیستې.بل لوري ته افغان لوبډلې د ۱۷۰ منډو هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ, ابراهیم ځدراڼ ۷۰ ناسوځېدلې، رحمت شاه زرمتي ۴۳ او رحمن‌الله ګربز ۳۶ منډې جوړې کړې. ځدراڼ د لوبې او راشد خان د لوبلړۍ غوره لوبغاړي ونومول شول, راشد خان په لوبلړۍ کې ۱۱ ویکټې اخیستې وې.د یادونې وړ ده، چې افغانستان به له درې ورځو دمې وروسته د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-10-24 07:38:39

مهالوېش

  1. Bakhtar

    افغان لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي وګټله

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-24 03:47:53

افغان لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي وګټله

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button