KabulPoliticsافغانستاندری

افغان لیکوال او څېړونکی محمدصالح راسخ ومړ — AF International

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-29 02:50:48🎙 رادیو را بشنوید

د فارسي او ترکمني ژبو افغان لیکوال او نومیالی څېړونکی محمدصالح راسخ د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۶مه) تر یوې مودې ناروغۍ وروسته د ۶۴ کلونو په عمر په بلخ ولایت کې ومړ. ښاغلی راسخ په کابل او بلخ پوهنتونونو کې د تدریس ترڅنګ، د افغانستان د لیکوالانو ټولنې د مرکزي شورا غړی او د امیرعلي‌شیر نوایي فرهنګي ټولنې مرستیال هم و. محمدصالح راسخ د ۱۳۴۱کال د کب په ۲۷مه د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې زېږېدلی و.هغه تر لومړنیو زده‌کړو وروسته، څه موده د ښوونکي په توګه کار وکړ او په ۱۳۶۱کال کې یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي څخه د لېسانس سند ترلاسه کړ. نوموړی یو کال وروسته د همدې پوهنتون د علمي کادر غړی شو.راسخ په کابل کې د ماسټرۍ زده‌کړې بشپړې کړې او په ۱۳۷۱کال کې د کورنیو جګړو له پیل سره مزارشریف ته ولاړ او په بلخ پوهنتون کې یې خپلې علمي او تدریسي چارې روانې وساتلې.هغه د جرمني په هومبولټ پوهنتون کې د دوکتورا زده‌کړې بشپړې کړې او د «په افغانستان کې د ترکمني لهجو د ځانګړنو څېړنه» تر سرلیک لاندې یې خپله دوکتورا لیکلې وه.راسخ په جرمني کې د زده‌کړو تر بشپړولو وروسته افغانستان ته راستون شو او په مزارشریف کې یې خپلې علمي، څېړنیزې او تدریسي چارې بېرته پیل کړې. محمدصالح راسخ د ادبي او فرهنګي فعالیتونو له…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-29 02:50:48

خط زمانی

  1. AF International

    افغان لیکوال او څېړونکی محمدصالح راسخ ومړ

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-28 23:52:15

افغان لیکوال او څېړونکی محمدصالح راسخ ومړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button