د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي شهزاده صافی او محمد خالد هوتک د چین په کوربهتوب د ووشو شانګهای سازمان په اسیايي سیالیو کې د سپینو زرو او برنزو مډالونو له ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول. د طالبانو د المپیک رییس احمدالله وثیق د جولای دویمه (پنجشنبه د چنګاښ ۱۱مه) د ورزشي خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ورزشي خبریالان د ورزش د ډګر رښتیني استازي بللي دي. وثیق په خپله ایکسپاڼه ویلي، چې ورزشي خبریالان د ورزشکارانو هڅې، لاسته راوړنې او بریاوې انعکاسوي او د ده په وینا، د دوی فعالیتونه د ورزشي سیالیو د پوښښ ترڅنګ د ورزش د فرهنګ په پیاوړتیا، د ځوانانو په هڅونه، د سالم رقابت په وده او د ملي یووالي په ټینګښت کې مهم رول لري. هغه زیاته کړې: «ورزش د ملتونو ترمنځ د یووالي، تفاهم، دوستۍ او مثبت تعامل اغېزناکه وسیله ده او ورزشي رسنۍ د دې ارزښتونو په خپرولو او پیاوړتیا کې ځانګړی ځای لري». وثیق ویلي، د ورزش اداره له ټولو ورزشي رسنیو او خبریالانو سره د متقابل درناوي او همکارۍ پر اصل باور لري او د هغوی هڅې د ورزش د ودې او د ملي ورزشي ارزښتونو د ترویج لپاره ستایي. خو د دې ورځې په مناسبت، یو شمېر ورزشي خبریالان بیا وايي، سره له دې چې د ورزشي سیالیو په پوښښ او معرفي کې مهم رول لري،…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
افغان ووشو کاران په اسیايي سیالیو کې له دوه مډالونو ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول
سرچینې
Afghan sources
افغان ووشو کاران په اسیايي سیالیو کې له دوه مډالونو ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول