د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې له نهو لوبغاړو سره برخه اخیستې وه. له دې ډلې شپږو لوبغاړو د مبارزې یا کیوروګي او درېیو لوبغاړو د پومسې په برخو کې سیالۍ وکړې. د سیالیو لړۍ د تېرې دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) پیل شوې وه. د پومسې سیالۍ په لومړۍ ورځ ترسره شوې، په داسې حال کې چې د کیوروګي سیالۍ د زمري په ۲۷مه، ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې. په پومسه برخه کې سیدرضا اکبري، عبیدالله شیرزي او محمدګل محمدي د افغانستان استازي وو. د دغو سیالیو په پای کې محمدګل محمدي وتوانېد چې د برونزو مډال وګټي. عبیدالله شیرزي هم د فورمونو په ښه او اغېزناک ترسره کولو سره غوره وړتیا وښوده او د «غوره فعالیت» جایزه یې ترلاسه کړه. د مبارزې یا کیوروګي په برخه کې د افغانستان ملي لوبغاړو ونهشوای کولای چې مډال وګټي. احسان رحیمي، حکمتالله زین، عذیر رشید، محمد اشرف شکران، امید سهاک او علياکبر امیري د کیوروګي په برخه کې د افغانستان استازي وو او هر یوه یې د سیالیو لوړو پړاوونو ته د رسېدو لپاره له خپلو سیالانو سره مبارزه وکړه. په دې منځ کې حکمتالله زین د افغانستان لپاره تر ټولو ښه پایله ثبت کړه. نوموړي د منفي ۶۸ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې لومړی خپل پاکستانی سیال په ګونډو کړ او بیا په دویمه سیالۍ…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
افغان کرېکټ بورډ د هند پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لپاره د ۱۵ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ
سرچینې
Afghan sources
افغان کرېکټ بورډ د هند پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لپاره د ۱۵ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ