کابل (پژواک) – د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، له روسیې سره د اقتصادي همکاریو سند وروستی شوی او په نږدې راتلونکي کې به لاسلیک شي؛ دغه راز، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې شوې دي. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ له روسیې فدراسیون سره د اقتصادي همکاریو په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه. د خبرپاڼې له مخې، په دغه غونډه کې د مالیې وزارت له لوري له روسیې سره د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستۍ غونډې راپور وړاندې شو. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په راپور کې ویل شوي چې د دې کمیسیون لپاره د کارونو د پرمخ وړلو طرحه چمتو شوې او د نهايي کېدو په موخه د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر ته استول شوې ده. دغه رازسرچینه زیاتوی چې په تاتارستان کې د کازان د وروستي فورم په څنډه کې له روسي لوري سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې چمتو شوی سند وروستی شوی او په نږدې راتلونکي کې به له روسیې فدراسیون سره لاسلیک شي. د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د ګډ اقتصادي کمېسیون د وروستۍ غونډې د پرېکړو پر عملي کېدو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
اقتصادي معاونیت: له روسیې سره د اقتصادي همکاریو سند به ژر لاسلیک شي
منابع
Afghan sources
اقتصادي معاونیت: له روسیې سره د اقتصادي همکاریو سند به ژر لاسلیک شي