Summary: د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د فوټبال فدراسیون مسوولینو ویلي، چې د بغلان ولسوالیو د فوټبال جام سیالۍ د اق چشمه برکې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د فوټبال فدراسیون رئیس محمدګل مسکین بار باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه سیالۍ شل ورځې وړاندې د پلخمري ښار په ورزشي لوبغالي کې پیل شوې وې او د پایلوبې په ترسره کېدو سره پای ته ورسېدې.د نوموړي په وینا، پایلوبه د اق چشمه برکې او اتحاد د دهنه غوري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په قانوني وخت کې د ۱-۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېده، خو اق چشمه برکې لوبډلې د پنالټي په ضربو کې خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.د سیالیو په پای کې د تخنیکي کمېټې د پرېکړې له مخې، د اق چشمه برکې لوبډلې احمدولي د غوره لوبغاړي، د اتحاد دهنه غوري لوبډلې وحیدالله د غوره ګول وهونکي او د اق چشمه برکې لوبډلې محمدحسن د غوره دروازه ساتونکي په توګه وپېژندل شول او ستاینلیکونه او جایزې ورکړل شوې.د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د فوټبال ورزش پراختیا، د ځوانو استعدادونو پېژندنه او د ولسوالیو ترمنځ د ورزشي اړیکو پیاوړتیا وه.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
اق چشمه برکې لوبډلې د فوټبال جام اتلولي خپله کړه