کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۵): د الجزایر په بومرداس ولایت کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي دي. رویټرز خبري اژانس د الجزایر د ملکي خوندیتوب ادارې له قوله لیکلي چې دغه پېښه د جمعې په ورځ رامنځته شوې او ژغورونکو ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي. سرچینې لیکلي چې د الجزایر لومړی وزیر سیفي غریب د بومرداس یوه روغتون ته ورغلی او د دې پېښې له یو شمېر ټپیانو سره یې لیدلي دي. رویټرز زیاته کړې چې الجزایري چارواکو تر اوسه د بس د چپه کېدو د لامل په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي او په دې تړاو څېړنې روانې دي.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-01 04:39:44
مهالوېش
-
Pajhwok
الجزایر کې د بس چپه کېدو له امله ۲۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي
سرچینې
Afghan sources
PajhwokPS
2026-08-01 09:08:53
الجزایر کې د بس چپه کېدو له امله ۲۵ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي