EnglishKabulPoliticsافغانستان

الجزیره: د خبرو له بهیره د ونس لرې کېدل د ایران او امریکا… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-14 16:42:02🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۵): الجزیرې خبري شبکې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي چې له ایران سره د خبرو اترو له بهیر څخه د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس لرې کېدل او پر تهران د واشنګټن د فشارونو دوام ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بیا جګړې احتمال زیات کړي. د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۱۲مه په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشال» کې ونس ته لارښوونه کړې چې د ایران پر ځای د امریکا په کورنیو مسایلو، په ځانګړې توګه د ډیموکراټانو د ادعا شوي فساد پر موضوع تمرکز وکړي. ونس تر دې مخکې له ایران سره د امریکا د خبرو اترو مخکښ مذاکره کوونکی و. د تهران پوهنتون د نړۍوالو اړیکو استاد ناصر هادیان ویلي، د ونس له څنګ ته کېدو سره ایران ته دا پیغام ورکول کېږي چې له دغه هېواد سره هوکړې ته رسېدل نور د واشنګټن لومړیتوب نه دی. د هغه په باور، د سمندري محاصرې، له ځمکنیو پولو د تګ راتګ د ګډوډولو او هوايي محدودیتونو په ګډون د فشارونو زیاتېدل د جګړې احتمال لوړولای شي. راپور کې د ایران د مطالعاتو د عربي مرکز مشر محمد صالح صدقیان له قوله راغلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د بې‌باورۍ فضا د هر ډول احتمالي هوکړې پر وړاندې خنډ ده. هغه پوښتنه کړې چې که د…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-11-14 16:42:02

Timeline

  1. Pajhwok

    الجزیره: د خبرو له بهیره د ونس لرې کېدل د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې احتمال زیاتوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-14 21:11:18

الجزیره: د خبرو له بهیره د ونس لرې کېدل د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې احتمال زیاتوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button